Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې يوه روږدي خپله مېرمن وژلې

کندهار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند خرقې شريفې ته څېرمه تېره شپه پر نشه‌یي توکو یوه روږدي کس خپله مېرمن وژلې او وروسته له کوره تښتېدلی دی.

 د کندهار سیمه‌ییز مسوولین دغه پېښه تاييدوي او وايي چې پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او په اړه يې پلټنې روانې دي.

 د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زيد د پنجشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کس وحيدالله نومېږي او تېره شپه يې خپله مېرمن زندۍ کړې او وژلې ده.

 هغه زياته کړه: «دغه نشه‌يي کس تېره شپه خپله مېرمن زندۍ او وژلې ده او دی تښتېدلی دی، پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده.»

د سيمي اوسېدونکي هم وايي چې دغه کس پر نشه‌یي توکو روږدی و او ډېری وخت به يې په کور کې جنجالونه او شخړې کولې.

د لومړۍ ناحيې يو اوسېدونکی سیدالله وايي، وحيدالله بې‌روزګاره او پر نشه‌یي توکو هم روږدی و، نو پيسې به يې د کورنۍ له نورو غړو څخه اخيستلې.

 د هغه په وينا، ښايي له مېرمنې سره یې د پیسو پر سر ستونزه رامنځته شوې او وروسته یې هغه وژلې وي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه کس نشه يي و نو کار يې هم نه کاوه، پرون يې په کور کې جنجال کړی و، بیا يې د شپې خپله مېرمن وژلې وه.»

د یادونې وړ ده چې په کندهار کې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوې چې لامل یې هم ډېره کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.