ژبه

غزني کې د تندر لوېدو پېښه؛ د یوه ښوونځي درېیو زده‌کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني ښار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): غزني کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله د یوه ښوونځي درېیو زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه وړمه ورځ د یاد ولایت د واغظ ولسوالۍ د خان‎محمد بابا سیمې د شهید قاري عبدالکریم لېسه کې شوې خو چارواکو دا موضوع نن له رسنیو سره شریکه کړه.

د غزني ولایت طبیعی پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي محمدعمر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل،ه پېښه هغه مهال شوې چې زده‌کوونکي له ښوونځي بېرته خپلو کورونو ته پر لاره وو.

هغه زیاتوي، د تندر لوېدو په یاده پېشه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور سخت ټپیان دي چې اوس د غزني حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې ډي.

د نوموړي په خبره، د ټولو زده‌کوونکو عمرونه د لسو کلونو په شاوخوا کې دي.

بلخوا د دغه ولایت حوزوي روغتون مسوولین د ټپيانو روغتيايي وضعیت نازک بولي.