Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپرست حکومت له ګلبهار شرکت سره د برېښنا تولید برخه کې د همکاريو هوکړه لاسلیک کړه

سرپرست حکومت له ګلبهار شرکت سره د برېښنا تولید برخه کې د همکاريو هوکړه لاسلیک کړه

author avatar
20 Apr 2023 - 20:41
سرپرست حکومت له ګلبهار شرکت سره د برېښنا تولید برخه کې د همکاريو هوکړه لاسلیک کړه
author avatar
20 Apr 2023 - 20:41

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۳‍۱ وری ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د اوبو او برېښنا وزارت له ګلبهار شرکت سره له ډبرو سکرو او ګازو د برېښنا تولید برخه کې د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه وزارت له خوا د وري په ۳۱مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو د برېښنا تولید برخه کې د ګلبهار انویسټ شرکت له رییس حاجي ګلبهار حبیبي سره د ګډې همکاري هوکړه لاسلیک کړه.

سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړه‌لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو د برېښنا تولید فابریکي جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې چارو پرمخ وړلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو په موخه لاسلیک شو.

د يادولو  ده، څه موده وړاندې د ګلبهار ګروپ شرکت مسوولينو، د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچينو د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټ په وړتیا د برېښنا د توليد فابريکې جوړولو لېوالتيا وښوده او د چارو د همغږۍ هوکړه یې وکړه، څو ژر تر ژره د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.