Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان سیند ایالت کې له انسان‌تښتوونکو سره نښته کې شپږ پولیس وژل شوي

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱): د پاکستان په سیند ایالت کې د پولیسو او انسان‌تښتوونکو ترمنځ نښته کې شپږ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه نښته تېره ورځ د سیند ایالت په جیکب‌اباد سیمه کې شوې ده.

راپور کې راغلي، انسان‌تښتوونکو له بلوچستانه د یوه ځایي سوداګر زوی تښتولی و او د سیند جیکب‌اباد ته یې وړی و، پولیسو د هغه د ژغورلو لپاره عملیات پيل کړي وو.

په راپور کې راغلي، د عملیاتو پر مهال د انسان‌تښتوونکو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

په راپور کې د بلوچستان د اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو د پولیسو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلې یې دي چې د سیند حکومت په مرسته به ډېر ژر ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.