کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل په تازه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی؛ د تېر کال په اکټوبر کې د اوربند له هوکړې راهیسې هلته د فلسطینیانو د مرګژوبلې شمېر له ۵۷۰۰ کسانو اوښتی دی.
اسوشیټېډ پرېس نن (پنجشنبه) د غزې ښار د شفا روغتون په حواله راپور ورکړی چې یادو څلورو کسانو د غزې په شمال کې پر بیتلاهیا سیمې د اسرائیل په برید کې ژوند له لاسه ورکړی او مړي یې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه برید داسې مهال شوی چې د تېر کال په اکټوبر کې په غزه کې د اوربند له هوکړې سره سره، د اسرائیل بریدونه لا هم دوام لري او له امله یې خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې د تېر کال د اکټوبر له لسمې د روان کال د سپټمبر تر دویمې، د اسرائیل په بریدونو کې ۱۳۳۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې د اګسټ له ۲۶مې د سپټمبر تر دویمې، ۳۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.
اوچا په غزه کې بشري وضعیت لا هم بحراني بللی او ویلي یې دي چې د بارانونو موسم په رانږدې کېدو سره، د غزې د ۲،۱ میلیون نفوس ډېره برخه د بېځایه شویو په ګڼمېشتو سیمو کې د سېلابونو او ناروغیو له ګواښ سره مخ ده.