ژبه

لوګر کې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته ۵۰۰ نجونې جذب شوې دي

پل‌علم (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې ۵۰۰ نجونې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته جذب شوې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز پل‌علم عمومي دارالعلوم او په محمداغې ولسوالۍ کې د دغه علمي مرکز الحاقیې ته ۵۰۰ نجونې جذب شوې دي.

هغه زياته کړه: «اوس مهال د لوګر ولایت په کچه یو دارالعلوم شتون لري چې یوه څانګه یې په محمداغې ولسوالۍ کې جوړه شوې ده او تازه په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالۍ کې ۵۰۰ نجونو ته له شپږم او دوولسمو ټولګیو پورته د لیک لوست زمینه برابره شوه، هڅه پیل شوې چې دا پروګرام نورو سیمو ته وغځول شي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د لوګر ولایت پوهنې ریاست د زده‌کوونکو لپاره همدومره ظرفیت لري او هڅه روانه ده چې د یاد دارالعلوم الحاقیې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د مرکز پل‌علم اوسېدونکې فاطمه چې تازه د یاد دارالعلوم ۷ ټولګي ته جذب شوې پژواک ته وویل، خوښه ده چې د دویم ځل لپاره یې زده‌کړو ته لاره پيدا کړه.

هغه وایي، د لوګر په پاتې ولسوالیو کې دې هم هغو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي چې له شپږم پورته ټولګيو زده‌کوونکې دي.

بلخوا د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ملکې پژواک ته وویل، دیارلسم ټولګي ته له یوې ازموینې وروسته بریالۍ شوې او غواړي چې له دوولسم ټولګي وروسته هم زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دا وایي، د لوګر ولایت نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته سختې ناهیلې شوې او که چیرې په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې هم نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي، د نجونو راتلونکې به هم روښانه شي.

د يادونې ده، اسلامي امارت تېر کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او څو مياشتې وړاندې يې د نجونو پوهنتونونه تر امر ثاني پورې وځنډول.

ورته موضوع