ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته ۵۰۰ نجونې جذب شوې دي

لوګر کې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته ۵۰۰ نجونې جذب شوې دي

author avatar
6 May 2023 - 17:13
لوګر کې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته ۵۰۰ نجونې جذب شوې دي
author avatar
6 May 2023 - 17:13

پل‌علم (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې ۵۰۰ نجونې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته جذب شوې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز پل‌علم عمومي دارالعلوم او په محمداغې ولسوالۍ کې د دغه علمي مرکز الحاقیې ته ۵۰۰ نجونې جذب شوې دي.

هغه زياته کړه: «اوس مهال د لوګر ولایت په کچه یو دارالعلوم شتون لري چې یوه څانګه یې په محمداغې ولسوالۍ کې جوړه شوې ده او تازه په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالۍ کې ۵۰۰ نجونو ته له شپږم او دوولسمو ټولګیو پورته د لیک لوست زمینه برابره شوه، هڅه پیل شوې چې دا پروګرام نورو سیمو ته وغځول شي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د لوګر ولایت پوهنې ریاست د زده‌کوونکو لپاره همدومره ظرفیت لري او هڅه روانه ده چې د یاد دارالعلوم الحاقیې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.