ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: ګاونډ او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي

حنفي: ګاونډ او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن یو ځل بیا له ګاونډيو او سیمې هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

هغه دغه څرګندونې نن په کابل کې د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمدعمر مجاهد د لسم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې ملا محمدعمر په خپله دوره کې په هېواد کې انارشي او ګډوډي ختمه او سوله يې ټینګه کړه.

حنفي دغه‌راز وویل، د اسلامي امارت له خوا عمومي بښنه په ښه ډول عملي شوې او چاته به د غچ اخيستنې اجازه ور نه‌کړل شي.

د نوموړي په وینا، که په هېواد کې له چا څخه د مخکنیو سیاسي فعالیتونو له امله غچ اخیستل شوی وي، جرم ګڼل کېږي.

هغه وايي، افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې سخت کړاوونه وزغمل او افغانستان د سترو او تاريخي قربانيو په پايله کې د اوسني اسلامي نظام خاوند شو.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې هېوادونه دې له افغانستان سره په سوداګریزو مسایلو کې ګډ کار وکړي.»

حنفي وايي: «د اداري فساد، سرتاسري امنيت ټينګښت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت فعاليتونه بې‌ساري او د پام وړ دي.»

په یاده غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل، د هېواد له ازادۍ او خپلواکۍ څخه به د سر په بیه ساتنه کوي او دغه نظام د ملا محمدعمر  په پیاوړې او ازاده روحیه تاسیس شوی او وروسته هم ټولو مشرانو د هغه لاره څارلې او ازادي یې ساتلې ده.

نوموړي زیاته کړې: «موږ په خپله ټوله دوره کې د غلامۍ تاریخ نه لرو، هره مبارزه مو چې په هر وخت کې کړې ده هغه مو په استقلال کې کړې ده.»

مجاهد وایي، دین او هېواد ته خدمت په ازادۍ کې کېدلی شي او امیرالمؤمنین د ازادۍ اخیستلو او پاللو درس ور زده ‌کړی دی.

هغه زیاتوي: «دښمنان تل هڅه کوي چې د ولس او نظام ترمنځ واټن رامنځ‌ته کړي او د همدې لپاره تل دروغ وايي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه: «ولس باید د هغو کړیو په تبلیغاتو و نه غولېږي، د هغوی مقصد همدا دی چې نه غواړي په افغانستان کې یو ازاد، مستقل او یو موټی حکومت جوړ شي او نه غواړي چې افغانستان اباد، سوکاله او بیاورغول شي، پرمختګ وکړي او له دوی سره سیال شي.»

هغه ملت ته ډاډ ورکړ چې د دغه نظام تر سیوري لاندې ارامه ژوند وکړي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د ملا محمدعمر مجاهد د لسم تلین په یاد غونډه کې وویل، په خپل ځان کې د اخلاقو، اعمالو، افعالو او پالیسۍ په تطبیقولو سره د هغه یاد ساتلی شو.

حقانـي زیاته کړه، د اسلامي امارت بنسټګر مـلا محمدعـمر مجـاهـد د مړینې لسم تلین په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل: «نظام باید دومره منحصر او کوچنی نه‌شي چې یوازې د دیني مدرسې خلک پ‌کې ځان وګوري.»

د حقاني په خبره، په نظام کې ټول شریک دي او دغه نظام د دې لپاره نه و جوړ شوی چې یوازې ځان په‌کې وژغورل شي؛ بلکې په وینا یې، د دې لپاره جوړ شوی چې څه ډول افغانستان وژغورل شي.

یادې غونډې ته د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست ویز نورمحمد ثاقب هم خبرې وکړې او ملا محمدعمر مجاهد يې پر ټولو صفاتو برابر شخص وباله.

هغه وویل: «ملا محمدعمر ډېر شجاع، مدبر، د رهبرۍ پر ټولو مواصفاتو برابر او د قیادت لپاره خلقتا وړ او مناسب شخصیت و، هغه د خپل عصر مجدد و.»

ملا محمدعمر مجاهد په ۱۳۳۹ لمریز کال کې، د افغانستان په سوېل د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په «چاه هفت» کلي کې زېږېدلی او په قوم هوتک و.

نوموړی د خپل پلار مولوي غلام نبي له مړینې وروسته له خپلې کورنۍ سره د اروزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته کډه شوی و چې له همدې امله یې ښايي اصلي ټاټوبی همدا و.

د ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې د طالبانو اسلامي تحریک جوړ شو.

هغه د ۱۳۹۲ لمریز کال د غويي په څلورمه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او نن یې په کابل کې د لسم تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

Views: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.