جلالاباد، سرپل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، د ننګرهار په بټيکوټ او د سرپل په سانچارک ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازيګر ناوخته د بټيکوټ ولسوالۍ په لوړتۍ جانخېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په یاده نښته کې یو کس د لُور (وښو رېبلو آلې) په وسیله وهل شوی چې د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.
د نوموړي په وينا، د بټيکوټ ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ مسوولین سیمې ته پر وخت رسېدلي، خو پر قتل تورن کس د پېښې له ځایه تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
بل پلو، د سرپل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سانچارک ولسوالۍ په فرشقان کلي کې یو کس په ډزو وژل شوی او مړی یې د ګاونډي له کوره موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د یاد قتل انګېزه او لامل روښانه شوي نه دي خو امنیتي مسوولین په هڅه کې دي چې پېښه روښانه کړي، له همدې امله د وژل شوي کس د ګاونډي ښځه د پولیسو له لوري نیول شوې ده.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن