ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

جوزجان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

author avatar
13 May 2023 - 16:36
جوزجان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی
author avatar
13 May 2023 - 16:36

شبرغان (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ په دغه ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي، د دغې قضیې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د درزاب امنیې قوماندان مولوي حفیظ‌الله خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا یوه بجه ۵۰ کلن خال‌محمد د عبدالحکیم زوی، د دغې ولسوالۍ د شیرمنګو کلي اوسېدونکی د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

نوموړی وایي، یاد کس له وهلو ټکولو وروسته د چړې په وسیله په بې‌رحمانه ډول وژل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي او د لا ډېرو معلوماتو په موخه څېړنې روانې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.