کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د تایلنډ په کوربهتوب په اسیايي سیالیو کې پایلوبه کویټ ته وبایلله او د دغو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.
یادې سیالۍ چې د روانې مې میاشتې په اتمه په تایلنډ کې پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.
د افغانستان د ویلچر باسکټبال فدراسیون رییس شکرالله زیرک پژواک ته وویل چې افغان لوبډلې د دوو امتیازونو په توپیر کویټ ته لوبه وبایلله او په دې سیالیو کې یې دویم ځای خپل کړ.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د اسیا پارالمپيک سیالیو ته چې په چین کې ترسره کېږي، هم لار ومونده.
په پایلوبه کې افغانستان ۵۶ او کویټ ۵۸ امتیازونه ترلاسه کړل.
همدرانګه د تایلنډ په کوربهتوب یادو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې کویټ، هانګ کانګ، فیلیپين، ټایوان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، د تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال په نومبر میاشت کې په هندوستان کې هم د نهو هېوادونو لوبډلو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ ترسره شوې، خو افغان لوبډلې هغه مهال د ویزو نه برابرېدو له امله ونه توانېده چې په هغو سیالیو کې ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP