Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت: په نهو ولایتونو کې نږدې ۲۲۰۰ جریب کوکنار اړول شوي

کابل (پژواک، ۲۴ غويی ۱۴۰۲): د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په نهو ولایتونو کې یې ۲۱۸۳ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور پر خپل ټويټر ليکلي چې ۷۷۷ جريب په فارياب، ۵۲۰ جریب په بدخشان ۴۰۰ جريب په پکتیا، ۲۹۲ جريب په ننګرهار، ۱۲۷ جریب په تخار، ۳۸ جریب په کونړ، ۱۳ جریب په بغلان، ۱۱ په بلخ او ۵ جریب په غور ولایتونو کې له کوکنارو پاکه شوې ده.

دغه وزارت تېره ورځ ویلي وو چې په نهو ولایتونو (تخار، کونړ، ننګرهار، بغلان، هرات، فاریاب، غور، کاپیسا او لغمان) کې نږدې ۶۰۰ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال په وري میاشت کې د یو فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه‌یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند کړل، خو راپورونه ښیي چې سږ کال هم په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي او چارواکو یې د زرګونه جریب کوکنارو اړولو خبر ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.