کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه به په ټول افغانستان کې د سیمهییزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.
یونیسف په وروستیو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په هغو سیمو کې هلکانو او نجونو ته د زدهکړو سیمهییز ټولګي جوړ کړي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (يونيسف) تېره ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه اداره غواړي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه په دغه هېواد کې د سیمهییزو ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته ورسوي.
سرچینې د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ په خپله ټویټرپاڼه کې بامیانو ولایت کې د نجونو درسي ټولګي انځور خپور کړی او لیکلي، دغه بامیانۍ نجونې په یاد درسي ټولګي کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي او د زدهکړو دوه کلن بهیر په یو کال کې بشپړوي.
سرچینې لیکلي، یاد صندوق د اروپایي ټولنې، د اسیا پراختیايي بانک او د جنوبي اسیا نړۍوال بانک په مالي ملاتړ په بامیانو ولایت کې له ۴۶۶ سیمهییزو ټولګیو څخه ملاتړ کوي.
سرچینې زیاته کړې، په یادو ټولګیو کې ۹۴۰۰ ماشومان چټکې زدهکړې ترسره کوي.
یونیسف داسې مهال د سیمهییزو ټولګیو زیاتولو خبره کوي چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته له شپږم پورته ټولګيو د نجونو زدهکړې ځنډېدلې دي.
Views: 85
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن