Language

بادغیس کې د سلګونو شنو خونو جوړېدل؛ مالکان یې د ملاتړ غوښتنه کوي

قلعه‌نو (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): په تېرو دوو کلونو کې بادغیس کې ۸۰۰ شنې‌خونې جوړې شوې، اوس د دغو خونو مالکان له کرنې وزارته غواړي چې اصلاح شوي کرنیز تخمونه او تجهیزات ورته ووېشي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې کاله مخکې په یاد ولایت کې هېڅ شنه‌خونه نه وه.

عبد‌النعیم چې شنه‌خونه لري او له دېرشو کلونو راهیسې پر بزګرۍ بوخت دی وايي، دوه کاله مخکې یې شنه‌خونه جوړه کړې او ډول ډول ترکاري په‎کې کري چې د ژمي په موسم کې هم ښه حاصل ترې اخلي.

هغه د شنو خونو جوړول اړین وبلل او ویې ویل: «په شنو خونو کې د ژمي په موسم کې هم ډول ډول ترکاري حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.»

login or register a new account.