[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د هلمند اوبو او سرحدي امنیتي موضوعاتو په اړه ټېلېفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد د غویي په ۲۷مه د شپې ناوخته په یو ټویټونو کې لیکلي چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په دې اړیکه کې د دواړو هېوادونو د علاقې وړ موضوعاتو، په ځانګړې توګه د هلمند اوبو پر حقابې خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې، امیرخان متقي ایران ته د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ پر وروستي بریالي سفر خوښي څرګنده کړه، ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، په ځانګړې توګه د هرات – خواف پټلۍ پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د نوموړي په وینا، دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر سرحدي امنیتي موضوعاتو خبرې کړې او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه باید ګډې هڅې وشي.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د وچکالۍ او د اوبو کمښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند اوبو په اړه شوی تړون باید عملي شي.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په دې اړیکه کې د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له لوري د اوبو ورخوشي کېدو او له هلمند سینده د اوبو حق غوښتونکی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د عبداللهیان له خولې راغلي: «د افغانستان له لوري د اوبو ور پرېښودل او د ایران اوبو حق په عملي بڼه ورکول د ایران اسلامي جمهوریت جدي غوښتنه ده او دا موضوع پر خپلمنځي اړیکو اغېز لرلای شي.»
د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «د ایران حقابې (د سیند په اوبو کې حق) نه ورکولو له کبله چې د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د وچکالۍ کومې ستونزې رامنځته شوې، د اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر دې ستونزو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هم د اوبو راخوشي کولو او سیستان ته رسېدو کې لازم اقدامات وکړي.»
د بيبيسي د خبر له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزارت دغه راز د ایراني پولهساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالي او شخړو ته په اشارې سره دا هر څه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلمنځي اړیکو په لړ کې منفي عوامل بللي او په وینا یې ”د ګډې پولې په اوږدو کې امنیت ته ژمنتیا زموږ لپاره سره کرښه ده.”
د یادونې ده، تېره یکشنبه هم په ځینو رپوټونو کې ویل شوي وو چې د ایراني او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې نښته شوې او د یوه کس وژل کېدو خبره هم شوې وه.
د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان صدراعظم محمدموسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښودل کېږي.
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست په دې هکله وايي: «واقعیت دا دی چې تېر کال د دې هوکړې او د اوبو کچې برعکس هغه اوبه چې زموږ خاور ته ورسېدې، له نژدې ۲۷ میلیون متر مکعبه زیاتې نه وې، دا له څو ځلې اوبو پرېښودو وروسته همداسې وه، دا د هغې هوکړې او د هغه څه ترمنځ چې ترسره شوي، یو لوی توپیر او ژوره تشه ده.»
بل لور، د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیعالله عابد د ایراني ډیپلومات دې څرګندونو ته په ځواب کې طلوع نیوز ته ویلي، افغانستان له ایران سره د اوبو هوکړې ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د ۱۳۵۱ کال له هوکړې سره سم له هلمند سنده اوبه ایران ته ورکړې او په راتلونکي کې هم له هغې هوکړې سره سم د اوبو حق ورکولو ته ژمن یو.»
[/restrict]
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن