Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په هلمند کې د خوارځواکۍ پېښو ډېرېدو خبرداری ورکړ

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په هلمند ولایت کې د خوارځواکۍ پېښو له ډېرېدو خبر ورکړی او وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې له زرو د ډېرو ماشومانو درملنه کړې ده.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان تېره ورځ (چهار‌شنبه، د غویي ۲۷مه) په یوه ټویټ کې په هلمند ولایت کې د خوارځواکو ماشومانو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

یاد سازمان ویلي چې په هلمند کې د خوارځواکۍ پېښې ۱۶ سلنه ډېرې شوې او په دې تړاو یې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي ستونزې او بشري بحران سختېدو خبرداری ورکړی دی.

سرچینې لیکلي، د یادو ډاکټرانو ټیم په وروستیو میاشتو کې په لښکرګاه ښار کې د خوارځواکۍ پېښو شاهدان وو.

په یاد ټویټ کې راغلي: «په تېرو څلورو میاشتو کې مو په خپلو مرکزونو کې د ۱۰۶۱ ماشومانو درملنه کړې ده؛ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په پرتله په ترتیب سره ۳۲.۶ او ۱۶.۵سلنه زیاتوالی ښيي.»

دغه‌راز ټویټ کې زیاته شوې: «هغه ستونزې چې خلک خپلو کورونو ته نږدې له ښو منابعو سره روغتیايي امکاناتو موندلو برخه کې مخ دي، له اقتصادي سخت بحران سره یو ځای دغه ستونزه لا جدي کوي. ډېر افغانان د لومړنیو خوراکي توکو لګښت برابرولو لپاره،  دا خو لا څه چې روغتونونو ته د تګ لګښت ولري، له ستونزو سره مخ دي.»

په دغه ټويټ کې له نړۍوالو مرستندويه موسسو او د یاد ولايت له سيمه‌ييزو چارواکو غوښتل شوي چې یادې برخې ته پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.