کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ۱۵ پروګرامونو ته له درې زرو کسانو ازموینه واخیستل شوه چې ۴۵۰ کسان به يې جذب کړاى شي.
یاده ازموینه نن د غبرګولي په ۵مه، د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري واخیستل شوه.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمداشرف غیرت وویل چې دغه پوهنتون په لسو پوهنځیو کې د ماسټرۍ ۱۵ پروګرامونه لري او نن له شاوخوا درې زره کسانو څخه ورته ازموینه واخیستل شوه.
هغه وایي، د دغه درې زره کسانو له ډلې به هر پوهنځي ته ۳۰ کسان -چې په ټوله کې ۴۵۰ تنه کېږي- جذب کړاى شي.
په یادو مراسمو کې د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز وویل، په نږدې څو میاشتو کې به په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ څلورو نورو پروګرامونو لپاره هم ازموینه واخیستل شي.
نوموړی وایي، دغه څلور نوي پروګرامونه د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کې د ټولیزو اړیکو، د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې، د کرنې پوهنځي کې د هارټیکلچر او د فارمسي پوهنځي کې د فارمسي علومو د ماسټرۍ پروګرامونه دي.
بل لورته د ماسټرۍ پروګرام ته د ازموینې ګډونوال هم دې چارې ته خوښ دي.
د کونړ ولايت اوسېدونکی او د دغې ازموينې يوه ګډونوال سیدالله سباوون پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام کې يې ګډون کړى دى.
هغه وایي، د سید جمالالدین پوهنتون له کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه فارغ شوی او د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ماسټرۍ پروګرام کې د ګډون لپاره يې څلور میاشتې وړاندې نوملیکنه کړې وه.
هغه ټينګار وکړ چې په ازموینه کې شفافیت ته بايد ډېره پاملرنه وشي.
د ازموینې یوه بل ګډونوال محمدرفیع زېور پژواک ته ورته څرګندونې وکړې.
نوموړي له مسوولینو وغوښتل چې د ازموینې د پایلو په برخه کې روڼتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، د لوړو زدهکړو وزارت عالي شورا درې ورځې وړاندې د هېواد په بېلابېلو تحصيلي بنسټونو کې د لیسانس په کچه لس پوهنځي، د ماسټرۍ ۱۳ او د دوکتورا دوه پروګرامونه نوي ایجاد کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP