ژبه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ پروګرامونو لپاره له ۳۰۰۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ۱۵ پروګرامونو ته له درې زرو کسانو ازموینه واخیستل شوه چې ۴۵۰ کسان به يې جذب کړاى شي.

یاده ازموینه نن د غبرګولي په ۵مه، د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري واخیستل شوه.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمداشرف غیرت وویل چې دغه پوهنتون په لسو پوهنځیو کې د ماسټرۍ ۱۵ پروګرامونه لري او نن له شاوخوا درې زره کسانو څخه ورته ازموینه واخیستل شوه.

هغه وایي، د دغه درې زره کسانو له ډلې به هر پوهنځي ته ۳۰ کسان -چې په ټوله کې ۴۵۰ تنه کېږي- جذب کړاى شي.

login or register a new account.