ژبه

له مرکزه ولایتونو ته د توکو لېږدولو لپاره فورم اخیستل لغوه شو

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): مالیې وزارت وایي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له کابله د هېواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه شو.

یاد وزارت نن (شنبه) پر خپله ټویټرپاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له پلازمېنې کابله د هېواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه شو.»

login or register a new account.