کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): مالیې وزارت وایي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له کابله د هېواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه شو.
یاد وزارت نن (شنبه) پر خپله ټویټرپاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له پلازمېنې کابله د هېواد ټولو ولایتونو ته د توکو د لېږد لپاره فورم اخیستل لغوه شو.»
سرچینې لیکلي، له دې مخکې سوداګر اړ وو چې له کابله نورو ولایتونو ته د خپلو توکو وړلو لپاره د لېږد ځانګړی فورم واخلي.
سرچینه زیاتوي، د دغه فورم نه درلودو په صورت کې د ګرځنده څارنې او نورو اړوندو ادارو له لوري د سوداګرو د توکو لېږد ته اجازه نه ورکول کېده او دې چارې د سوداګرو لپاره ستونزې جوړې کړې وې.
سرچینه کاږي، د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له دې مخکې د بلخ، اقینې او کندوز په ګمرکونو کې له نفتي توکو پرته پر نورو توکو د لېږد فورم اخیستل لغوه کړي وو.
د سرچینې معلوماتو له مخې، پر تازه مېوو، سبزیو، ټایرونو او امریکایي بادامو باندې هم د لېږد فورم اخیستل لغوه شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










