کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ورزش او المپیک ملي کمېټه وایي، د آذربایجان په کوربهتوب د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې اته افغان ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د المپیک ملي کمېټې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې تېره ورځ پیل شوې چې د جون تر څلورمې نېټې پورې به دوام ولري.
یادې کمېټې ویلي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۰۰ هېوادونو ورزشکاران برخه لري.
سرچینه زیاتوي، په یادو سیالیو کې له افغانستان څخه په اتو وزنونو کې اتو ورزشکارانو، یو روزونکی، یو ټرینر او د تکواندو ملي فدراسیون رییس ګډون کړی دی.
د سرچینې په وینا، افغان ورزشکاران د تکواندو په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره تېره ورځ اذربایجان ته تللي دي.
Views: 85
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن