غزني ښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د لس میلیون ډالرو په لګښت د «سعد ابن ابي وقاص اسلاميه دارالعلوم» په نوم یو علمي کمپلکس جوړېږي چې د تخصص تر کچې به دیني زدهکړې پکې ترسره کېږي.

د ځايي مسوولینو په وینا، دغه علمي مرکز -چې د افغانستان په کچه یو ستر علمي کمپلکس دی- د ناوې ولسوالۍ په ملک دین سیمه کې د ملي سوداګرو او شتمنو وګړو په مالي ملاتړ جوړېږي چې د ښوونځي، مدرسې، دارالایتام، دارالبنین، دارالبناء او د مدرسې د لوړو دورو زدهکوونکو لپاره به هر ډول اسانتیاوې پکې شاملې وي او پنځه زره زدهکوونکي به پکې په وړیا ډول زدهکړې کوي.

د یاد علمي کمپلکس د تعليمي پروګرامونو مسوول مولوي محمدسالم سعد د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: «د سیمې په کچه د سعد ابن ابي وقاص اسلاميه دارالعلوم یو ستر ښوونیز مرکز دی او د وخت په تېرېدو سره به د اسیا په کچه یو ستر ښوونیز مرکز وي.»

هغه زیاته کړه، اوس دوی په پام کې لري چې په ټولو برخو کې پنځه زره زدهکوونکي ولري او د ۲۵۰ مسلکي او تجربهلرونکو استادانو له لوري به زدهکړې ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، یاد تعلیمي مرکز پر۵۰ جريب ځمکه جوړېږي چې ۱۴ ودانۍ لري او رغنيزې چارې به يې د دوو کلونو په موده کې د لس مېليون ډالرو په لګښت بشپړې شي.

هغه وویل، اوس یې یواځې ۳۰ سلنه کارونه د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت مخې ته تللي دي.

سعد وویل: «په دغه کمپلکس کې به د څوارلسو تعمیرونو له ډلې یو دارالحادیث ۶۰۰ زدهکوونکي، دارالمدرسه ۶۰۰ زدهکوونکي، دارالایتام ۶۰۰ زدهکوونکي، دارالحفاظ ۶۰۰ زدهکوونکي، دارالبنین چې هم ښوونځی او مدرسه به وي ۶۰۰ زدهکوونکي، دارالبناء ۶۰۰ ښځينه زدهکوونکې او دارالافتاح چې د تخصص لپاره به ۶۰۰ زدهکوونکي ولري او دا ټول به لیلیه او نهاري ګډ ولري، د پوهني او لوړو زدهکړو وزارتونو سره هم ثبت او راجستر دي.»

هغه وايي، د یاد کمپلکس په جوړېدو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

بلخوا، د غزني اوسېدونکي د یاد علمي مرکز جوړېدو ته خوښ دي او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.

دوی وايي، د دغه ډول علمي مرکزونو جوړېدل د هېواد د علمي پرمختګ لپاره اړين دي.

د ناوې ولسوالۍ قومي مشر عبیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دي چې ولسونو ته له ډېرې مودې وروسته د دین او وطن د خدمت ویاړ په نصیب کېږي او دغه ډول نور اقدامات دې هم ترسره شي.

هغه وویل، په دغه ډول اقداماتو سره د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن کمېږي او دا په ناوې ولسوالۍ کې یو ستر ګام دى؛ ځکه چې خلک د عصري زدهکړو ترڅنګ دیني زدهکړو ته هم پوره اړتیا لري.

نوموړی وايي، یاد مرکز به د کتابونو او نورو وسايلو په برخه کې ستونزې ولري، خو غوښتنه کوي چې د درسي خونو ترڅنګ دې د کمپيوټرخونو او نورو اړينو وسايلو ته هم پاملرنه وشي.

هغه زیاتوي: «موږ دا هم غواړو چې په هر ولایت کې همدا ډول مدرسې نورې هم جوړې شي، ترڅو ټولو برخو ته پکې پام شوی وي.»

د ځايي چارواکو په وینا، ناوه د غزني د مرکز سوېللوېدیځ لور ته په ۱۷۰ کیلومټرۍ کې له پاکستان سره پر پوله نږدې ولسوالي ده چې د هېواد په کچه له ډېرو وروسته پاتو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي او دا لومړی ځل دی چې یو لوی علمي مرکز پکې جوړېږي.

یاده دې وي، په غزني کې اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ لویې او وړې مدرسې شته چې ۴۰۰ یې د ښځينهوو لپاره دي او ټولټال تر سل زره ډېر کسان پکې پر زدهکړو بوخت دي.