[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ملي لوبغاړی راشد خان د ملا د درد له امله د سریلانکا پر وړاندې د کرکټ په لومړیو دوو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې نه لوبېږي.
د کرکټ بورډ له خوا د غبرګولي په ۱۰مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان نن د تمریناتو پر مهال د ملا په برخه کې درد محسوس کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، د ډاکټر له معایناتو وروسته نوموړي ته د یوې اونۍ ارام سپارښتنه شوې ده.
د لوبډلې د ډاکټر او فیزیو په وینا، راشد خان به په یاده موده کې تر بشپړې درملنې لاندې وي او هیله شته چې د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې له لوبډلې سره یوځای شي.
د یادونې ده، راشد خان د هندوستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو (ايپياېل) کې تر دوو میاشتو لوبېدلو وروسته په سریلانکا له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
هغه په هندوستان کې له ګجرات لوبډلې سره ۱۸ شل اووریزې لوبې وکړې او په ټولیزه توګه یې ۲۷ لوبغاړي وسوځول.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن