ژبه

د ولسي تړون نږدې درې‌نیم زره کارکوونکو د پنځو میاشتو معاشونه لا هم نه دي ورکړل شوي

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د نړۍوال بانک له خوا تمویلېدونکي ولسي تړون ملي پروګرام ۳۳۵۱ کارکوونکو په ۱۴۰۰ کال کې پنځه میاشتې کار کړی، خو تر اوسه یې د دغو میاشتو معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د ولسي تړون یاد پروګرام د حکومت یو بین‌الوزارتي پروګرام دی چې د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په ۴مه پیل شو.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت هغه مهال ویلي وو چې د دغه لس کلن پروګرام له لارې د کلیو پراختیايي شوراګانو په مرسته د ښوونځیو ودانۍ، فرعي سړکونه، سربندونه، د اوبو زېرمې او ویالې، استنادي دېوالونه او دې ته ورته نورې پروژې پلې کېږي.

پژواک خبري اژانس د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ «د خلکو غږ» خپرونه پیل کړې او له دې لارې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه تر چارواکو رسوي.

login or register a new account.