منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ولسي تړون نږدې درې‌نیم زره کارکوونکو د پنځو میاشتو معاشونه لا هم نه دي ورکړل شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۶۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د نړۍوال بانک له خوا تمویلېدونکي ولسي تړون ملي پروګرام ۳۳۵۱ کارکوونکو په ۱۴۰۰ کال کې پنځه میاشتې کار کړی، خو تر اوسه یې د دغو میاشتو معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د ولسي تړون یاد پروګرام د حکومت یو بین‌الوزارتي پروګرام دی چې د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په ۴مه پیل شو.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت هغه مهال ویلي وو چې د دغه لس کلن پروګرام له لارې د کلیو پراختیايي شوراګانو په مرسته د ښوونځیو ودانۍ، فرعي سړکونه، سربندونه، د اوبو زېرمې او ویالې، استنادي دېوالونه او دې ته ورته نورې پروژې پلې کېږي.

پژواک خبري اژانس د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ «د خلکو غږ» خپرونه پیل کړې او له دې لارې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه تر چارواکو رسوي.

د هغو سلګونو غوښتنو او وړانديزونو له ډلې چې خلکو پژواک ته لېږلي، يو يې د ولسي تړون د کارکوونکو د تنخواګانو نه ترلاسه کول و؛ پژواک د خلکو په غوښتنه په دې اړه راپور چمتو کړی دی.

«د پنځو میاشتو تنخواګانې مو پاتې دي»

په ننګرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام یوه کارکوونکي سید ناصر سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسي تړون ۳۳۵۱ کارکوونکي لري.

هغه وایي، کله چې وړم کال د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی، د څو اونیو لپاره دندو ته نه ولاړل، وروسته خپلو دندو ته حاضر شول او د شوي تړون له مخې یې د ۱۴۰۰ کال د لېندې میاشتې تر پایه دندې وکړې.

نوموړي - چې د یاد تړون د کارکوونکو په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل چې د دغه پروګرام مالي ملاتړ نړۍوال بانک کاوه او له یادو کارکوونکو سره یې د ۱۴۰۰ لمریز کال تر لېندۍ میاشتې تړون کړی و.

کمال سادات وایي، وروسته له هغه چې د یاد تړون موده پای ته ورسېده، د کلیو  پراختیا او بیارغونې وزارت یادو کارکوونکو ته وویل چې د دغه پروګرام برخلیک تر معلومېدو دې دندو ته نه ورځي.

د هغه په وینا، دا په داسې حال کې ده د دغه تړون کارکوونکو د ۱۴۰۰ لمریز کال د پنځو میاشتو (زمري، وږي، تلې، لړم او لېندۍ) تنخواګانې په داسې حال کې نه دي ترلاسه کړې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وایي، د افغانستان بانک کې د یاد پروګرام لپاره د نړۍوال بانک په بانکي حساب کې پیسې هم شته خو د کره اندازې په اړه یې معلومات شریک نه کړل.

سادات زیاتوي، دوی په وار وار د خپلو پاتې معاشونو په اړه د ولسي تړون ملي پروګرام مشرتابه، د کلیو د بیارغونې او پراختیا و مالیې وزارتونو سره يې په بېلابېلو وختونو کې ناستې کړې خو تر اوسه يې پایله منفي ده.

اروزګان کې د ولسي تړون ملي پروګرام یو کارکوونکی عبدالرازق ورته څرګندونې کوي، وایي: «ما د ولسي تړون په دفتر کې د ګارډ په حیث وظیفه اجرا کړې، له اسلامي امارت او بانک جهاني څخه غواړم چې زموږ معاشات راته راکړي، ډېر په ستونزو کې يو.»

میدان‌وردګو کې د ولسي تړون پروګرام یو کارکوونکی احمدالله هم وایي، په داسې حال کې یې د پنځو میاشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې چې په دې موده کې یې دنده ترسره کړې او دا یې حق دی چې د کار په بدل کې معاش ورکړل شي.

یاد کسان له نړۍوال بانک او دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې پاتې معاشونه یې ورکړي او یاد پروګرام بېرته پیل شي، څو له دې لارې هم خلکو ته خدمت وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه