ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان کې مو له ښځینه کارکوونکو سره یوځای فعالیتونه بېرته پیل کړل

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان کې مو له ښځینه کارکوونکو سره یوځای فعالیتونه بېرته پیل کړل

author avatar
5 Jun 2023 - 22:08
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان کې مو له ښځینه کارکوونکو سره یوځای فعالیتونه بېرته پیل کړل
author avatar
5 Jun 2023 - 22:08

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ناروې کډوالو شورا اعلان کړی چې له خپلو ښځینه کارکوونکو سره یې په افغانستان کې فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړي دي.

دې ادارې وروسته له هغه په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي وو چې څو میاشتې مخکې د افغانستان سرپرست حکومت په غیردولتي ادارو او موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

له یادې پرېکړې وروسته د ناروې کډوالو شورا ترڅنګ ګڼ نورو نړۍوالو موسسو هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولوي وو.

د ناروې کډوالو شورا سکرټر جنرال یان اګلینډ د غبرګولي په ۱۵مه په یوه ټویټ کې دا تایید کړي چې د کندهار په ګډون د افغانستان په ځینو زونونو کې یې خپل د بشري مرستو فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

ده زیاته کړې: «زموږ ټول کارونه د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو  لپاره دي او دغه کارونه او فعالیتونه زموږ د ښځینه او نارینه همکارانو له خوا ترسره کېږي.»

د یادونې ده، یان اګلینډ لس ورځې مخکې افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال له ځایي چارواکو سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې وې.

هغه په یوه مرکه کې په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ د اروپايي ټولنې له سفیرانو غوښتي وو چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه ویلي وو، په کندهار کې د اسلامي امارت له ځینو چاواکو سره په کتنو کې یې درک کړې ده چې په نږدې راتلونکې به د اسلامي امارت له لوري د یوې نوې کړنلارې په صادرېدو سره، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي بندیزونه لرې شي.

د ناورې د پناه غوښتنې شورا رییس یان اګلینډ زیاته کړې وه: «هغوی ما ته دوه خبرې وکړې، لومړی دا چې د یوه لارښود له لارې به د نجونو پر زده‌کړو او بشري بنسټونو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لرې شي او دغه لارښود تقریباً پای‌ ته رسېدلی نو هیله‌من یو چې دغه لارښود ډېر ژر وګورو، څو وکړای شو په ټول افغانستان کې له خپلو ښځينه همکارانو سره په ګډه خپل کارونه بېرته پېل کړو او نجونې وکړای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.»

[/restrict]

Views: 170

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.