مزارشریف-پل علم (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په بلخ کې د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او په لوګر کې د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې بلې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مرستیال انجنیر فواد سزاوار وایي چې د څښاک اوبو رسولو دغه شبکه د دولتاباد ولسوالۍ په خیرآباد کلي کې جوړه شوې ده.
هغه وویل، یاده شبکه د UNICHA/AHF دفتر د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت او IMC موسسې په همکارۍ جوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د اوبو رسولو دغه شبکه د ۳۵ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې د خیراباد کلي ۳۹۶ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
بل لور ته، خلک هم د یادې شبکې جوړېدو ته خوښ دي.
د دولتآباد ولسوالۍ د خیراباد کلي اوسېدونکی حبیبالله وایي، پخوا یې کليوالو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود، خو اوس ورته شبکه جوړه شوه او پاکو اوبو ته يې لاسرسى پيدا کړ.
همدارنګه د یاد کلي بل اوسېدونکی عزیزالرحمن هم د اوبو رسولو شبکې له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، پخوا خلکو د ویالو له اوبو د څښاک لپاره استفاده کوله خو اوس خوښ دی چې پاکو اوبو ته یې لاسرسی پیدا کړی دى.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په روان کال کې د بلخ ولایت په څلورو ولسوالیو کې د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.
دغهراز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې د څښاک اوبو د يوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکه د مرکز پل علم ښار اړوند د بابوس په «نواباد» کلي کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د شاوخوا ۷ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.
نائبخېل زیاته کړه: «د څښاک پاکو اوبو د دغې شبکې په جوړېدو کې د یوې ژورې څاه کېندل، د اوبو ذخېرې جوړول، اوبو شبکې ته د پایپونو غځول او همدارنګه یادې شبکې ته د اوبو رایستلو او رسولو لپاره د سولر سیستم نصبول شامل دي.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادې شبکې له جوړېدو سره به شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
همدارنګه د بابوس سیمې یوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وویل، اوسمهال د څښاک اوبو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي خو که چېرې دغه شبکه جوړه شي نو دغه ستونزه به يې هواره شي.
د لوګر د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، يونیسف ورسره ژمنه کړې چې د دغه ولايت په يو شمېر نورو سيمو کې هم د څښاک پاکو اوبو رسولو اووه نورې شبکې هم جوړوي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن