ژبه

پاکستان کې نښته؛ درې پوځیان او درې وسله‌وال وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د یوې وسله‌والې نښتې په پایله کې درې پوځیان او درې وسله‌وال وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه وسله‌واله نښته تېره ورځ د جون په لسمه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې رامنځته شوې وه.

سرچینه زیاتوي، په یاده نښته کې درې پاکستاني پوځیان «صوبه‌دار اصغر علي، سپاهي نسيم خان او سپاهي محمدزمان» وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په یاده نښته کې درې وسله‌وال هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د یادونې ده، د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۲مه هم دوه پاکستاني سرتېري له ایران سره پولې ته نږدې وسله‌وال برید کې وژل شوي وو.

 

ورته موضوع