کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د یوې وسلهوالې نښتې په پایله کې درې پوځیان او درې وسلهوال وژل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه وسلهواله نښته تېره ورځ د جون په لسمه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې رامنځته شوې وه.
سرچینه زیاتوي، په یاده نښته کې درې پاکستاني پوځیان «صوبهدار اصغر علي، سپاهي نسيم خان او سپاهي محمدزمان» وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغهراز په یاده نښته کې درې وسلهوال هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د یادونې ده، د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۲مه هم دوه پاکستاني سرتېري له ایران سره پولې ته نږدې وسلهوال برید کې وژل شوي وو.