Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې ریاست: د غزني په کلیوالي مدرسو کې مو سلګونه ښوونکي په حکمي ډول ګومارلي

غزني ښار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د کلیوالي مدرسو لپاره ۵۶۱ ښځينه او نارینه ښوونکي له رقابتي ازموینې پرته په حکمي ډول مقرر شوي دي.

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول قاري صبغت‌الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دې ادارې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له لارښوونې سره سم، څه موده وړاندې د کلیوالي سیمو د مدرسو په تشو بستونو کې د وړ کسانو د ګومارنې خبر ورکړی و چې په پایله کې یې ۵۶۱ ښوونکي له رقابتي ازموینې پرته په حکمي ډول وګومارل شول.

احمدي زیاتوي، ګومارل شوي ښوونکي ټول په پنځم بستونو کې دي او د تعلیمي سویې پر اساس د دوولسمو ټولګیو فارغانو ته ۶۰۰۰ افغانۍ او لیسانس ته تر ۸۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

هغه وايي، یاد ښوونکي په ډېر دقت او امانتدارۍ ټاکل شوي چې ورسره به د کلیوالي سیمو په مدرسو کې تشکیلاتي تشه ژر تر ژره ډکه شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.