منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوهنې ریاست: د غزني په کلیوالي مدرسو کې مو سلګونه ښوونکي په حکمي ډول ګومارلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۴ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د کلیوالي مدرسو لپاره ۵۶۱ ښځينه او نارینه ښوونکي له رقابتي ازموینې پرته په حکمي ډول مقرر شوي دي.

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول قاري صبغت‌الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دې ادارې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له لارښوونې سره سم، څه موده وړاندې د کلیوالي سیمو د مدرسو په تشو بستونو کې د وړ کسانو د ګومارنې خبر ورکړی و چې په پایله کې یې ۵۶۱ ښوونکي له رقابتي ازموینې پرته په حکمي ډول وګومارل شول.

احمدي زیاتوي، ګومارل شوي ښوونکي ټول په پنځم بستونو کې دي او د تعلیمي سویې پر اساس د دوولسمو ټولګیو فارغانو ته ۶۰۰۰ افغانۍ او لیسانس ته تر ۸۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

هغه وايي، یاد ښوونکي په ډېر دقت او امانتدارۍ ټاکل شوي چې ورسره به د کلیوالي سیمو په مدرسو کې تشکیلاتي تشه ژر تر ژره ډکه شي.

نوموړی زیاتوي، د غزني کلیوالي مدرسو لپاره اوسني بستونه بسنه نه کوي؛ ځکه چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر دوه زره ښوونکو ته اړتیا ده.

خو هغه وايي چې د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د پاتې مدرسو لپاره هم د ښوونکو تشکیل ډېر کړي.

په ورته وخت کې، د نوو ښوونکو له ډلې ملا عتیق‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګومارنې پروسې له روڼتیا او چټکوالي او همداراز د پوهنې وزارت له ځانګړې پاملرنې خوښ دی، خو هغه په ورته مهال له اړوند مسوولینو وغوښتل چې په راتلونکي کې هم د روڼتیا اصل په پام کې ونیسي او وړ کسان دې په مدرسو کې پر دندو وګوماري.

د غزني پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې د نارینه او ښځينه مدرسو شمېر تر ۸۰۰ پورې رسېږي چې شاوخوا ۴۰۰ یې د نجونو دي او نږدې ۱۵۰ زره زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه