کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوی اختر په درشل کې، د کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارویو د پېر او پلور لپاره د ځانګړو ځایونو د ټاکلو خبر ورکړ او ویې ویل چې هېڅوک حق نه لري او نه شي کولی چې په نورو ځایونو کې خپل څاروي وپلوري.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «څرنګه چې د لوی اختر په درشل کې یو، په کابل ښار کې د څارویو د پلور لپاره ټاکلي ځایونه ځانګړي شوي دي، هیڅوک حق نه لري او نه شي کولای چې خپل څاروي له ټاکل شوو ځایونو بهر وپلوري.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د ښار په شپږمه ناحیه کې د دارالامان ماڼۍ شاته ځای، اتمه ناحیه کې د قلعه برقي سیمه، لسمه ناحیه کې اریا ښارګوټی، د ۱۲مې او ۱۶ ناحیې منځ کې د الوخېل ۶۰ متره سړک، ۱۷مه ناحیه کې د کابل-پروان سړک کاریزمیر سیمه، پنځمه ناحیه کې د کمپنۍ ګنج او په دیارلسمه ناحیه کې د چنغر سیمه د څارویو د پېر او پلور لپاره ځانګړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، په ټاکل شوو ځایونو کې به ګومارل شوي ډاکټران موجود وي څو د ناروغو څارویو د خرڅلاو مخه ونیسي.
هغه وویل، په کابل ښار کې د کثافاتو د مخنیوي لپاره په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې خځللوښي (کثافاتدانۍ) د ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځاي شوي دي، څو هېوادوال د حلال شوو څارویو کثافات هلته واچوي.
نوموړي ټينګار وکړ، زرغونتیا او ښاري نظم د کابل ښاروالۍ یو لومړیتوب دی؛ په دغو ورځو کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف برخې کارکوونکي پر کار کولو موظف دي او له کابل ښاریانو یې وغوښت څو له ښاروالۍ سره همکار واوسي.
بلپلو، د کابل اوسېدونکي هم د ښاروالۍ له دې طرحې هرکلی کوي.
د کابل ښار د خېرخانې اوسېدونکې حمیدې وویل: «د ښاروالۍ له دغه اقدامه خوشحاله یو؛ ځکه د ښار دننه د څارویو پېر او پلور نظم له منځه وړي او د ښار د ککړتیا لامل ګرځي.»
هغه هیلهمنه ده چې د اختر په ورځو کې کثافات راټول او له ښاره بهر ولېږدول شي؛ ځکه په دې ګرمه هوا کې د قربانۍ کثافات د ککړتیا او بدبویې لامل ګرځي.
په ورته مهال، د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکي عبدالحمید هم د کابل ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «د ښاروالۍ دغه کار ټول هېوادوال خوښ کړل؛ یو خو ښار پاک ساتل کېږي او بل پلو کوم کسان چې قرباني کوي، په اسانۍ ځانګړو ځایونو ته ځي او ستونزه یې هوارېږي.»
هغه د کابل له ښاروالۍ وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د څارویو د کثافاتو لېږدولو برخې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه چې د بد بوی او تعفن لامل کېږي.
Views: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن