ژبه

بلخ کې ناپېژانده وسله‌والو د تېر نظام یو سرتېری وژلی

مزارشریف (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د تېر حکومت یو نظامي منسوب وژلی دی.

د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله زید وایي، د لعل‌محمد په نوم دغه کس تېره شپه د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ناپېژاندو موټرسایکل‌سپرو له خوا وژل شوی دی.

د هغه په وینا، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې چې په اړه یې د امنیتي او کشفي ځواکونو له خوا پلټنې پیل شوې دي.

دغه راز د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري هم وايي، ۵۰ کلن لعل‌محمد چې د چهاربولک ولسوالۍ د اورناغه کلی اوسېدونکی و، د دهدادي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

login or register a new account.