مزارشریف (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو د تېر حکومت یو نظامي منسوب وژلی دی.
د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله زید وایي، د لعلمحمد په نوم دغه کس تېره شپه د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ناپېژاندو موټرسایکلسپرو له خوا وژل شوی دی.
د هغه په وینا، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې چې په اړه یې د امنیتي او کشفي ځواکونو له خوا پلټنې پیل شوې دي.
دغه راز د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري هم وايي، ۵۰ کلن لعلمحمد چې د چهاربولک ولسوالۍ د اورناغه کلی اوسېدونکی و، د دهدادي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
هغه زياته کړې: «نوموړي شخص په تېر جمهوري نظام کې په نظامي لیکو کې دنده درلوده، د پېښې په اړه زموږ د امنیتي ځواکونو جدي پلټنې روانې دي، د نوموړي مقتول کورنی ته ډاډ ورکوو چې د دې تروریستي پېښې عاملین به نیسو او د قانون منګولو ته به یې سپارو.»
د وزیري په خبره، لومړني معلومات ښيي چې نوموړی د شخصي دښمني قرباني شوی دی.
له بلې خوا، د بلخ پخواني والي عطامحمد نور پر خپل ټويټر د نوموړي پر وژنې خواشيني ښودلې او هغه يې د اسلامي جمعیت یو قوماندان بللی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










