کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد د ګمرکونو له لارې د څه باندې ۳۰،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات او د نږدې ۱۷۳،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت واردات شوي دي.
د یاد وزارت ویاند احمدولي حقمل په خپله ټویټرپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دغه اندازه صادرات او واردات د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو درېیو میاشتو (وري، غویې او غبرګولي) کې شوي دي.
login or register a new account.