کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد د ګمرکونو له لارې د څه باندې ۳۰،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات او د نږدې ۱۷۳،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت واردات شوي دي.
د یاد وزارت ویاند احمدولي حقمل په خپله ټویټرپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دغه اندازه صادرات او واردات د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو درېیو میاشتو (وري، غویې او غبرګولي) کې شوي دي.
ده لیکلي، په یاد موده کې ۲۶ زره او ۴۶۲ محمولې صادرات بهرنیو هېوادونو ته شوي چې ټولیز ارزښت یې ۳۰ میلیارد او ۵۳۶ میلیون افغانۍ دی.
هغه زیاته کړې، یاده موده کې ۱۷۳ زره او ۳۸۶ محمولې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردات شوي چې ټولیز ارزښت یې ۱۷۳ میلیارد او ۴۹ میلیون افغانۍ دی.
حقمل زیاتوي، یاد وخت کې ۱۰ زره او ۳۳ محمولې ټرانزیټ شوی چې ټولیز وزن یې ۳۰۹ زره او ۱۷۹ ټنه دی، خو د ارزښت په اړه یې معلومات نه دي شریک کړي.
دا چې دغه صادرات چېرته شوي او هم واردات له کومو هېوادونو شوي او يا دا چې په صادراتي او وارداتي توکو کې کوم توکي شامل دي، په اړه يې حقمل معلومات نه دي ورکړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له نوموړي څخه جزئیات واخلو، خو د پژواک اړیکه یې ځواب نه کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










