پلعلم (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلاتو کې څه باندې لس سلنه زياتوالى راغلى دى.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس سیدامین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له ۳۹ زره ۷۷۳ جریبه باغونو شاوخوا ۴۷ زره او ۴۰۰ ټنه د زردالو، شفتالو، ګېلاس، مڼې، انګور او الوبالو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ اعشاریه ۴ سلنه زياتوالى ښيي.
هاشمي زیاته کړه، تېر کال له همدې ځمکې څخه ۴۲ زره ۹۱۴ ټنه مېوې ترلاسه شوې وې.
هغه د مېوو حاصلاتو ډېرېدو لاملونه بڼوالو ته مسلکي روزنه، هغوی ته د بڼوالۍ وسایلو وېشل او له طبيعي افتونو د بڼونو ساتنه په ګوته کوي.
د لوګر ولایت بڼوال هم خوښ دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال حاصلات ښه دي.
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لطیفالله پژواک ته وویل، سږ کال يې د تېر کال په پرتله د تازه ميوو حاصلات ډېر دي.
نوموړی زیاتوي: «رښتيا هم سږ کال حاصلات ډېر دي خو ۷ کیلوګرامه زردوالو او الوبالو په بازار کې له ۱۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۵۰ افغانیو پورې پلورل کیږي چې د باغونو لګښت هم نشي پوره کولای، مونږ ته بايد يو مناسب بازار پیدا شي.»
د محمداغې ولسوالۍ یوه بڼوال جنتګل پژواک ته وویل، د مڼوو دوه جریبه باغ لري او سږ کال یې حاصلات هم د تېر کال په پرتله ډېر دي.
خو دى وايي، د حاصلاتو د پلورلو لپاره یې مناسب بازار نشته نو سخت ورته اندېښمن دى.
يادو بڼوالو ټينګار وکړ چې حکومت بايد د کروندګرو حاصلاتو ته د مناسب بازار پیدا کولو ترڅنګ په هېواد کې معياري سړېخونې هم جوړې کړي.
په لوګر ولایت کې په داسې حال کې د تازه میوو حاصلات څه باندې لس سلنه ډېر شوي چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په تېرو دوو کالونو کې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۷ سوه جریبه نوي میوهلرونکي باغونه جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP