غزنيښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د غزني د ورزش مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «تالو» او «ساندا» برخو کې د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوول ذاکر حسین بیات پژواک ته وویل، د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د ووشو د سیالیو جوړېدل ورزشکارانو ته فرصت برابروي چې خپلې وړتیاوې وازمايي، تجربې ترلاسه کړي او د راتلونکو سیالیو لپاره لا ښه چمتووالی ونیسي.
هغه زیاته کړه، په دغو دوه ورځنیو سیالیو کې چې د غزني په کوربهتوب ترسره کېږي، د غزني په ګډون د کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، بلخ، میدانوردګو، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او هرات ولایتونو شاوخوا ۱۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د نوموړي په خبره، ګډونوال په څلورو، د ماشومانو، تنکي ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو کې سیالي کوي.
بیات وویل، د دې ډول سیالیو له لارې هڅه کېږي چې غوره او تکړه ورزشکاران وپېژندل شي، د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته شي او په ولایتونو کې د ووشو ورزش لا وده وکړي.
هغه زیاتوي، د غزني د بدني روزنې او ورزش اداره هڅه کوي چې د بېلابېلو ورزشي سیالیو په جوړولو سره ځوانان ورزش ته وهڅوي او هغو ورزشکارانو ته د ودې زمینه برابره کړي چې په راتلونکې کې د هېواد په کچه په سیالیو کې د ګډون او لاستهراوړنو وړتیا لري.
په دغو سیالیو کې ګډونکوونکي ورزشکاران هم وايي، د ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ د دوی لپاره د خپلو وړتیاوو د ازمویلو او د تجربې ترلاسه کولو ښه فرصت دی.
د ووشو ورزشکار شفیعالله ابراهیمزي وویل، د دې سیالیو لپاره یې له وړاندې چمتووالی نیولی او هڅه کوي چې په خپلو سیالیو کې ښه پایله ترلاسه کړي.
بل ورزشکار حکمتالله امیري وايي، د بېلابېلو ولایتونو له ورزشکارانو سره سیالي کول دوی ته دا زمینه برابروي چې خپلې نیمګړتیاوې وپېژني او د راتلونکو سیالیو لپاره لا پیاوړي شي.
د ووشو روزونکی شاهزمان ګورک وايي، د ولایتونو ترمنځ د دې ډول سیالیو ترسره کېدل د ورزشکارانو د تجربې زیاتېدو او د استعدادونو پېژندلو لپاره مهم دي.
دی وايي، د هېواد په کچه د ورته سیالیو دوام کولای شي د ووشو ورزشکارانو ته د خپلو وړتیاوو د ثابتولو او له نورو تکړه لوبغاړو سره د سیالۍ زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، ووشو په افغانستان کې له هغو رزمي ورزشونو دی چې د چارواکو او ورزشکارانو په وینا، په وروستیو کلونو کې یې مینهوال زیات شوي دي.
د «سلطان محمود غزنوي جام» په نوم دغه دوه ورځنۍ سیالۍ به سبا د غوره ورزشکارانو په ټاکلو سره پای ته ورسېږي.