کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو، په ځانګړي ډول اقتصادي، مالي او بانکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
مرکزي بانک نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه بانک سرپرست هدایتالله بدري د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکن سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ناروې د دوه اړخیزو اړیکو پر ټينګښت، د اقتصادي ودې لپاره د ګډې ژمنې او هڅو په اړه هم خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مرکزي بانک سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره هم لیدلي او د کوچني تشبثاتو د اسلامي مالي تمویل سکټور د ودې او د بانکي سکټور محدودیتونو په اړه یې خبرې کړې وې.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن