کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټېدو ترڅنګ، د لومړینو خوراکي توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۵،۸۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۹۰ افغانیو بدلیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۲۴مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۵ افغانیو تبادله کېدې.
نوموړي د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت ټیټېدو لامل د مرکزي بانک له لوري د چنګاښ په ۲۸مه د ۱۴ میلیون ډالرو لیلامول وبلل.
د نفتي توکول په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن هم لکه تېره شنبه یو لیټر پټرول په ۶۵ او یو لیټر ډیزل په ۶۳ افغانیو پلور کېږي.
دغهراز د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه اووه ورځې مخکې یو کیلوګرام ګاز په ۵۶ افغانۍ پلوري.
د خوراکي توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیو هم بدلون نه دی کړی.
د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن هم کله تېره شنبې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۴۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۵۰۰ افغانیو ته پلوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP