Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د باجوړ د چاودنې دوژل شویو کسانو شمېره ۵۴ ته ورسېده، داعش یې مسوولیت منلی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): د خیبر پښتونخوا د باجوړ سیمې د چاودنې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۴ کسانو ته رسېدلې ، بلخوا داعش ډلې ددې چاودنې مسوولیت منلی دی.

د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا د باجوړ سیمې په خار سیمه کې  پرون د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند د پلویانو په یوه غونډه کې چاودنه شوې وه.

پاکستانیو رسنیو د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکړی ، چې په دې چاودنه کې۴۱ کسان وژل شوی او تر ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.

خو د پښتونخوا ایالت د (ژغورنې ۱۱۲۲) ادارې د زمري په ۹ مه خبر ورکړی چې یو شمېر سختو ټپیانو ساه ورکړې چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېره ۵۴ ته رسېدلې ده.

ځایي امنیتي مسوولینو ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د جمعیت علماء اسلام د باجوړ سیمې ځایي مشران هم شامل دي.

د باجوړ سیمې روغتیایي مسوولینو ویلي، چې یو شمېر سخت ټپیان په چورلکو کې د پېښور بېلا بیلو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

بلخوا د داعش ډلې پخپلې رسنۍ (اعماق) کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا چاودنه ددوی د یوه غړي لخوا د ځانمرګي برید په پایله کې شوې وه.

داعش ادعا کړې چې په دې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام ډلې چې د پاکستان د حکومت اتحادي دی، لسګونه کسان وژل شوي دي.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې په باجوړ کې د وژل شویو کسانو ډله ییزه جنازه ترسره شوې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.