خوستښار (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د خوست امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې انسانتښتوونکو يو دوه کلن ماشوم وژلی دى.
د محمد په نوم یو دوهکلن ماشوم د تېرې جمعې په ورځ د خوست د مرکز اړوند له متون ورغه کلي د خپل کور له دروازې تښتول شوی و چې تېر ماښام يې مړی موندل شوی دى.
د خوست امنيې قوماندانۍ وياند مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وويل، تښتوونکو د ماشوم پرېښودو بدل کې د هغه له کورنۍ پيسې غوښتې وې خو دې کورنۍ د ناسم اقتصادي وضعیت له امله پیسې نه وې ورکړې چې وروسته یې ماشوم په ډېرې بېرحمۍ وژلی دى.
نوموړي وويل، تښتوونکي د ماشوم د کور ګاونډیان دي چې د معروف خان په نوم د مشر په ګډون يې د کورنۍ ټول غړي د ځانګړو امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.
بلخوا، د وژل شوي ماشوم يوه خپلوان کريمالله نظيري پژواک اژانس ته وويل چې انسانتښتوونکو د ماشوم له کورنۍ ۱۱ زره ډالر غوښتي وو.
هغه وويل، دا چې د محمد پلار د يادو پيسو د ورکولو توان نه درلود، نو تښتوونکي يې زوی وژلى دى.
هغه وويل: «تښتوونکو لومړی د ماشوم له پلاره د ۱۱ زره او په دويمه ورځ د پنځه زره ډالرو غوښتنه کړې وه خو په درېيمه ورځ يې ماشوم په ډېر وحشت سره مړ کړی دى.»
کريمالله نظيري او د سيمې نور اوسېدونکي د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو په کلکه غوښتنه کوي چې د ياد ماشوم قاتلين په علني ډول محاکمه کړي څو د نورو لپاره عبرت شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن