تالقان (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): تخار کې ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پيل شوې وې چې د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د تخار د فوټبال فدراسیون سرپرست او مرستیال محمدطاهر منوري وایي، د ۱۴۰۱ کال د فوټبال غوره لیګ چې تېره میاشت د لسو لوبډلو په ګډوی پیل شوی و، په پایله کې یې شیوا لوبډلې لومړی او د سید عبدالله شهید لوبډلې دویم مقامونه ترلاسه کړل.
د هغه په خبره، تر راتلونکو ورځو به د ۱۴۰۲ کال غوره لیګ هم پیل شي.
د شیوا لوبډلې کپټان خالمحمد سروش چې د فوټبال ملي لوبډلې غړی هم دی او اوس یې د اتلولۍ جام ترلاسه کړی، خوښي څرګندوي او وایي، ورزش د یووالي او یو بل منلو زمینه برابروي او د انسان د روغتیا ضامن دی، حکومت باید د ورزشي ټولنې ملاتړ وکړي.
په تخار کې یو بل ورزشکار عتیقالله ساساني پژواک ته وویل، ورزشکاران غواړي چې د ورزش له لارې د جنګځپلو خلکو پر شونډو مسکا راولي چې دغه کار د اوسني حکومت همکارۍ ته اړتیا لري.
د هغه په خبره، خلک له جګړې او پر نشو د ځوانانو له اخته کېدو ستړي دي او له دغسې بدمرغیو د خلاصون یوازېنۍ لاره د ورزشي ټولنې ملاتړ دی څو ځوانان خوندي پاتې شي.
همدارنګه د تالقان ښاروال قاري نقیبالله چې د دې لوبې نندارې ته راغلی و وایي، هڅې روانې دي، له لاس ته راغلي فرصته په استفادې به په نږدې راتلونکي کې د یو معیاري ورزشي سټډیوم جوړولو لپاره اقدام وکړي څو ورزشکاران په مناسب چاپېریال کې خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له ارمان لوبډلې سهراب افغان د یوولسو ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهونکی؛ د شیوا لوبډلې ګولساتونکی تر ټولو غوره ګولساتونکی او له اریانا لوبډلې څخه رحماني د اخلاقو د الګو تر ټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شول او جایزې یې وګټلې.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن