منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله نن له اردن سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له اردن سره خپله لومړۍ لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه لوبه به نن «دوشنبه» د ماښام په شپږ نیمو بجو په بحرین کې ترسره شي.

د افغانستان د ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، تاجیکستان او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د وږي په ۱۲مه له تاجیکستان سره او درېیمه لوبه به د وږي په ۱۵مه له بحرین سره ترسره کړي.