ژبه

تخار کې د دیني مدرسو ځینې زده‌کوونکې: د عصري زده‌کړو مرکزونو دروازې دې هم زموږ پر مخ پرانیستل شي 

تالقان (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو له تړل کېدو وروسته تخار کې یو شمېر نجونو په دیني مدرسو کې زده‌کړو ‎ته مخه کړې او له سرپرست حکومته غواړي چې په ټول هېواد کې د عصري زده‌کړو مرکزونو دراوزې هم د نجونو پر مخ پرانیزي.

اسلامي امارت وړم کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او د تېر کال د لېندۍ په ۲۵مه یې د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم امر پورې وځنډولې. چارواکو ویلي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او د حل لاره یې لټول کېږي.

د پژواک اژانس خبریال په تخار ولایت کې له یو شمېر هغو نجونو سره خبرې کړې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوې او دم‌ګړۍ په مدرسو کې دیني زده‌کړې کوي، دوی ویلي چې هیلې یې نیمګړې پاتې دي.

د تخار تالقان ښار کې یوې زده‌کړیالې سویتا نېک‌زار وویل، هیله یې درلوده چې د يوهنتون استاده شي خو د پوهنتونونو د دروازو له تړل‌کېدو وروسته یې دینې مدرسې ته مخه کړې او دا مهال دیني زده‌کړې کوي.

دا وايي: «کله چې پوهنتون وتړل شو، زه د تخار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په درېیم ټولګي کې وم، انګېزه او موخه مې له لاسه ورکړل، وروسته له دې امله چې په روحې او رواني ناروغیو اخته نه شم، یوې دینې مدرسې ته لاړم څو دیني زده‌کړې وکړم.»

هغه زیاتوي چې په محصلۍ کې یې هم له دیني زده‌کړو سره لېوالتیا درلوده او ترڅنګ یې عصري زده‌کړې هم کولې څو وکولای شي په راتلونکي کې د خدمت جوګه او یوه ورځ د پوهنتون استاده شي، خو د پوهنتونونو دروازو له تړل کېدو سره یې هیلې نیمګړې پاتې شوې.

هغه له سرپرست حکومته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پرانیستو غوښتنه هم کوي څو د ټولو نجونو نیمګړې هیلې پوره شي.

بله زده‌کړیاله وحیده ده چې د پوهنتونونو دروازو له تړل کېدو وروسته یې دیني مدرسې ته مخه کړې ده.

هغې له پژواک سره خبرو کې وویل: «لوړې هیلې مې درلودې او هغو ته د رسېدو لپاره مې هڅې کولې، خو له هغه وروسته چې پوهنتونونه زموږ پر مخ وتړل شول، یوه لویه ناهیلي مې احساس کړه، یو شمېر نجونې پر ژور خپګان اخته شوې، وروسته مې پرېکړه وکړه چې دیني مدرسې ته لاړه شم او دیني زده‌کړې وکړم.»

وحیده که څه هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د اندېښنې وړ بولي، خو هیله‌منده ده چې یوه ورځ بېرته خپل درسي ټولګي ته لاړه شي او له ټولګیوالو سره د خپلو ارمانونو او هیلو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.

بله نجلۍ عایشه علي‌زاده چې د تالقان ښار د یوې لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده، هیله یې درلوده چې په راتلونکي کې ډاکتره شي او د خپلو خلکو درملنه وکړي.

دا وايي: «د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم چې درس ته له تلو او د ټولګیوالو له لیدو بې‌برخې شوم، په داسې حال کې چې هیله مې درلوده څو په راتلونکي کې ډاکتره شم، خو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له دې امله چې ناروغه او پر ژور خپګان اخته نه شم، یوې دینې مدرسې ته مې مراجعه وکړه څو دینې زده‌کړې وکړم، موږ له سرپرست حکومته غواړو چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.»

منزه نذیري بله زده‌کوونکې ده چې ښوونځي ته له تلو بې‌برخې شوې ده.

هغه زیاتوي: «کله چې ښوونځی زموږ پر مخ وتړل شو، راته خواشینوونکې وه، خپه او ناروغه شوم، وروسته مې په ذهن کې راغله چې که همداسې پاتې شم، ښايي په لویه ستونزه اخته شم، دیني مدرسې ته مې مراجعه وکړه، اوس دوه کاله کېږي چې دیني زده‌کړې کوم، له حکومته غواړم ښوونځي او پوهنتونونه بېرته د نجونو پر مخ پرانیزي څو د دیني زده‌کړو ترڅنګ عصري زده‌کړې هم وکړو او خپلو خلکو ته خدمت وکړو.»

بلې نجلۍ مریم مبارز پژواک ته وویل، کله چې نجونې له عصري زده‌کړو بې‌برخې شوې، پرېکړه یې وکړه چې یوه دیني مدرسه جوړه کړي څو نجونې وکولی شي درس ووايي او پرمختګ وکړي؛ ځکه په کور کې پاتې کېدل د نجونو لپاره د زغملو نه وو او دې خپل ځان مسوول وګاڼه او د «بي‌بي مریم» په نوم دیني مدرسه یې جوړه کړه.

هغې زیاته کړه، په دې مدرسه کې دم‌ګړۍ ۲۰۰ نجونې دیني زده‌کړې کوي چې یوې شمېر یې داسې نجونې دي چې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو بې‌برخې شوې دي.

مېرمن مبارز چې د رواني صحت په برخه کې د لېسانس سند هم لري وايي، ډېرې هغه نجونې چې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منعه دي، په خپګان او رواني ستونزو اخته شوې دي؛ ځکه خپلې هیلې او ارمانونه یې له لاسه ورکړي دي.

د هغې په خبره، د ښځو زده‌کړې د کورنۍ او ټولنې په پرمختګ کې بنسټیز رول لري چې حکومت بايد دې برخه ته پاملرنه وکړي.

بل‌خوا، په تخار ولايت کې د پوهنتون استاد پوهاند خيرالدين خيرخواه وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل منفي پايلې لري چې په پايله کې به يې خلک بېسواده او ناپوه پاتې شي.

هغه د دې ستونزې یوازېنۍ لار د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د یوې مشخصې حل‌لارې جوړول او له سرپرست حکومته یې د عملي کولو غوښتنه کوي څو نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو بې‌برخې پاتې نه شي.

ورته مهال، د تخار پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول عظيم‌الله توحيدي پژواک ته وويل، په هېواد کې له سياسي بدلونونو وروسته په دغه ولايت کې ٢٩٩ ديني مدرسې او دارالحفاظونه جوړ شوي چې په منځني ډول په هره مدرسه کې له ٢٠٠ تر ٤٠٠ کسانو نجونې او هلکان پر دیني زده‌کړو بوخت دي.

هغه زياته کړه چې د پوهنې وزارت په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې ديني مدرسو ته د ښوونکو څه باندې زر ‎بستونه ځانګړي کړي دي.