ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د شپږ موټره اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی

هلمند کې د شپږ موټره اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی

author avatar
10 Aug 2023 - 10:43
هلمند کې د شپږ موټره اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی
author avatar
10 Aug 2023 - 10:43

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): هلمند کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپږ موټره اوسپنې قاچاق مخنیوی کړی او ورسره په تړاو یې شپږ کسان هم نیولي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې په شپږو موټرو کې بار قاچاق‌کېدونکې اوسپنې مخنیوی کړی او ورسره په تړاو یې شپږ کسان هم نیولي دي.

نوموړی وایي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، د هلمند امنیتي ځواکونو له دې مخکې هم څو ځلې د ګرمسېر په مربوطاتو کې د اوسپنې قاچاق‌کوونکو د نیول کېدو خبرونه ورکړی و.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.