ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت سرپرست: اوس د ابادۍ او جوړولو وخت دی، خپل هېواد به له سیالانو سره سیال کوو

د دفاع وزارت سرپرست: اوس د ابادۍ او جوړولو وخت دی، خپل هېواد به له سیالانو سره سیال کوو

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): چارواکو د ا.ا بیا واکمنېدو دویمې کالیزې نمانځغونډو کې وویل چې اوسنی نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی، دوی د انتقام سوچ نه لري، اوس د ابادۍ وخت دی او د هېواد لپاره خدمت کوي.

د وړم کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان پخوانی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

نن په بېلابېلو حکومتي ادارو کې دغه ورځ ونمانځل شوه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد په دې اړه په یاد وزارت کې جوړه شوې غونډه کې وویل: «دغه ازادي د ملت او هغو مخلصو مجاهدینو په قربانۍ باندې په لاس راغلې چې خپل ځانونه یې د اسلام او هېواد لپاره قرباني کړل او د نړۍ هغه قدرتونه چې دلته د خپلو مشخصو اهدافو لپاره راغلي وو، له ماتې سره مخ کړل؛ اوس چې کوم اسلامي نظام حاکم دی، دا د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او د دغه نظام شکرانه باید موږ او تاسو اداء کړو.»

هغه زياته کړه: «موږ د انتقام سوچ له فکره ایستلی، اوس د ابادۍ او جوړولو وخت دی او خپل هېواد به د سیالانو سره سیال کوو چې دا هر څه په شوق او مینې سره کېږي؛ ګورئ افغانانو! ستونزې به وي، خو د دې لپاره صبر او زغم ته اړتیا ده، ټولې ستونزې به حل شي ان‌شاءالله؛ لکه څنګه چې مخکې مو د اسلامي نظام او ملي ارزښتونو د استحکام لپاره جهاد کاوه، اوس یې د دفاع او ساتنې لپاره خدمت کوو.»

 د زمري ۲۴مه د پوهنې وزارت له خوا په اماني لېسه کې هم ونمانځل شوه.

د چارو ادارې مشر مولوي نورالحق انور په دغو مراسمو کې  وویل: «الله خپله وعده پر ځای کړه، موږ د خپل دښمن هغه شکست په سترګو وليد چې نه يې دښمن اټکل کړی و، نه يې نړۍوالو او نه هغو چې دوی دلته مسلط کړي وو.»

د هغه په وينا، په تېرو دوو کلونو کې لويې لارې پرانیستل شوې، د نشه‌يي توکو د کښت مخه ونیول شوه، معتادين راټول او درملنې ته واستول شول، د سوالګرو لپاره «بندوبست» وشو، په هېواد کې د غصب مخه ونیول شوه او هره ورځ غصب شوې ځمکې له غاصیبنو راګرځول کېږي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي سيد حبيب‌الله اغا په نننۍ ناسته کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو دویمې کالیزې ته په اشاره وویل: «دا فتحه د یو قوم، فرد یا ډلې فتحه نه وه، بلکې د ټول اسلامي امت په خاص ډول د افغان ولس فرد فرد په دې فتحه کې شریک وو.»

هغه وویل چې د پوهنې وزارت په ډېرو لږو امکاناتو ډېرې لاسته راوړنې لري؛ دا مهال لس ميليونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي، ۲۴۷ زره ښوونکي د هغوی په تدریس بوخت دي، ۱۹ زره ښوونځي او ۱۵ زره ديني مدرسې فعالې دي او د هېواد په کچه د دیني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره نوي بستونه ځانګړي شوي دي.

نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې خپل رسالت په ښه ډول اداء او ټولنې ته سالم کادرونه تقدیم کړي.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست له زده‌کوونکو وغوښتل چې په خپلو درسونو کې زيار وباسي، دين، هېواد او ټولنې ته ژمن او متعهد واوسي او خپل سيرت او صورت په مسنونه طریقه برابر کړي.

ورته مراسم په لوړو زده‌کړو وزارت کې هم ترسره شول.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد نديم په دغو مرامسو کې وویل چې د اسلامي امارت چارواکي د هېواد ابادۍ ته ژمن دي، عمومي عفوه اعلان شوه او د اسلامي امارت يوه ځانګړتيا دا ده چې کسان یې بشپړ اطاعت لري.

د هغه په وينا، نړۍوال د افغانستان د کانونو او معدنیاتو د غيرقانوني استخراج لپاره راغلي وو، بريالي نه شول او ماته يې وخوړه.

د پوهنې او لوړو زده‌کړو سرپرست وزیرانو په داسې حال کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او دغه راز پوهنتونونو ځنډولو په اړه څه ونه ویل چې د سرپرست حکومت پر دې کړنه په کور دننه او بهر نیوکې کېږي او له تېرو څو ورځو راهیسې اوازه وه چې کېدای شي اسلامي امارت نن د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د بیا پرانیستې اعلان وکړي.

دغه راز پژواک ته د رارسېدلو راپورونو له مخې، په پنجشېر، بلخ، لوګر، لغمان، بغلان، غور، بادغیس، جوزجان، سمنګان، بامیان، هرات، تخار، فاریاب، غزني، نورستان، بدخشان، سرپل، هلمند او ميدان‌وردګو ولایتونو کې هم د زمري ۲۴مې په مناسبت مراسم نیول شوي وو.

Views: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.