کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): له ډیورنډ کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې چاودنې ١١ کسان وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې شوې ده.
سرچينه لیکي، چاودنه د هغو کارګرو پر موټر شوې چې یوه امنيتي پوسته یې جوړوله چې له امله یې ١١ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز امریکا غږ ډيوې راډيو هم لیکلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه یوولس کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 237
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن