ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی

author avatar
27 Aug 2023 - 17:59
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی
author avatar
27 Aug 2023 - 17:59

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو د احتمال خبر ورکوي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن (یکشنبه) او سبا (دوشنبه) د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو د احتمال وړاندوینه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، د سخت ورښت، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو احتمال بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو وړاندوینه شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د هېواد په مرکزي، شمال لوېدیځ او سوېل لوېدیځ ولایتونو کې د تېزو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په یوه ساعت کې له ۲۰ تر ۸۰ کیلومتر پورې ښودل شوی دی.

Views: 2257

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.