کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته به له ایراني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا او د دوو اړخیزو رېلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۴۰ کیلومتره یې د ایران او ۸۵ کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده. د دې پټلۍ درېیمه برخه – چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري – د هرات ولایت له زندهجان، انجیل او غوریان ولسوالیو په تېرېدو د هرات له هوايي ډګر سره نښلي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دې ادارې سرپرست ملا بختالرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه نن ایران ته سفر وکړ.
سرچینې د دغه سفر د موخې په اړه لیکلي: «په پام کې ده په دغه سفر کې د خواف ـ هرات درېیمې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لنډمهاله تخنیکي زدهکړو په برابرولو او د دوه اړخیزه رېلي همکاریو پر پراختیا خبرې او له بېلابېلو دولتي مسوولینو سره لیده کاته وشي.»
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلوماتو له مخې، د لومړي ځل لپاره د تېرې غويي میاشتې په ۱۹مه سوداګریز توکي د اورګاډي له لارې له ایرانه د هرات ولایت «روزنک» تمځای ته راولېږدول شول.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن